د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 9, 2025 at 05:09 AM
کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې دوشنبه، د غبرگولي ۱۹مه، ۱۴۰۴ د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې. دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې ۳۵ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول. د یادولو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د پهلوانانو جسمي وړتياوو لوړول او ترمنځ يې يووالی وو.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې   دوشنبه، د غبرگولي ۱۹م...

Comments