د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 9, 2025 at 05:14 AM
ميدان وردگ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې دوشنبه، د غبرگولي ۱۹مه، ۱۴۰۴ د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سلمان فارس لېسه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ د فيضو سهاک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د يادو سیالیو په پایلوبه کې فيضو سهاک لوبډلې خپلې سيالې ميدان اتلانو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله. د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: ميدان وردگ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې   دوشنبه...

Comments