د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 9, 2025 at 03:58 PM
ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې دوشنبه، د غبرگولي ۱۹مه، ۱۴۰۴ د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې د ۶۶ لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې. د يادو سیالیو لومړنۍ لوبه د افغان او هزارناو ايگل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه افغان لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې هزارناو ايگل لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د درېوو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل...

Comments