د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 9, 2025 at 04:29 PM
ارزگان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې دوشنبه، د غبرگولي ۱۹مه، ۱۴۰۴ د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې. د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شاهین او هېواد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه شاهین لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې يې هېواد لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۶۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۵۵ منډو په توپير وبايلله. دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره کیږي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: ارزگان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې...

Comments