د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 10, 2025 at 12:31 PM
د تسلیت او غمرازۍ پېغام انا لله و انا الیه راجعون په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان د پاورلفټنګ او مردان اهنین فدراسیون رئیس نجیب الله ایوبي له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي او د ابد په لور وکوچېد. مرحوم ایوبي په خپل وخت کې پیاوړی ورزشکار او قهرمان و او هم یې د ژوند تر پایه پورې د هیواد د ورزش لپاره خدمت ته ادامه ورکړه. د افغانستان د ورزش ادارې مشرتابه د نوموړي مړینه د ټول هیواد ، په ځانګړي ډول د ورزش کورنۍ لپاره ستره ضایع ګڼي او هغه د افغانستان د ورزش په تاریخ کې یو نه هېرېدونکی څېره بولي، چې یاد به یې د هیوادوالو او ورزشکارانو په زړونو کې تلپاتې وي. د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست مشرتابه
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: د تسلیت او غمرازۍ پېغام  انا لله و انا الیه راجعون  په ډېرې خواشینۍ سر...
😢 1

Comments