
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 12, 2025 at 04:31 AM
هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
پنجشنبه، د غبرګولي ١٥مه، ١٤٠٤
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کلي بادام او کارېز زمریانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کارېز زمریانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٥ منډو هدف وټاکه. کلي بادام لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په لسم اور کې پرته له کوم زیان پوره کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.
دا سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.
