د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 12, 2025 at 05:43 AM
ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې پنجشنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ١٤٠٤ د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حصارک معارف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې. د یادو سیالیو پایلوبه د حصارک صحت او حصارک معارف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه حصارک معارف لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه وکړه، حصارک صحت لوبډلې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٤ منډو هدف وټاکه. حصارک معارف لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې پهٔ لسم اور کې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله. دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای...

Comments