
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 12, 2025 at 05:48 AM
زابل کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې
پنجشنبه، د غبرگولي ۲۲مه، ۱۴۰۴
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د ملي تجار حاجي خان محمد په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درېوو کلبونو د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي اختريزې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د طوفان، احمدالله او احمد شاه کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د طوفان د کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.
