د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 12, 2025 at 06:52 AM
میدان وردگ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د غشو ويشتلو اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې
پنجشنبه، د غبرگولي ۲۲مه، ۱۴۰۴
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د چک ولسوالۍ په چک بند سيمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د "ستورو د رڼا" په نوم د غشو ويشتلو اختريزې سيالۍ، چې درې ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پایلوبه کې محمد يارخېلو لوبډلې خپلې سيالې خواجه انگور لوبډلې ته د ۸۲ پر ۳۲ امتيازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته ۱۰٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۵٫۰۰۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.