
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 12, 2025 at 03:59 PM
د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د مرحوم نجيب الله ايوبي د فاتحي په مراسمو کې ګډون وکړ
پنجشنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۴
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د افغانستان د پاورليفټينګ او مردان اهنين ملي فدراسيون د رئيس مرحوم نجيب الله ايوبي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغه مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې، مالي او اداري رييس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د دعوت او ارشاد رييس مفتی داد محمد بريال عطايي، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د المپيک کمېټې مرستيال باور هوتک او نورو ورزشي مسوولينو ګډون کړی وو.
په دې مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې د رهبرۍ په استازيتوب د دې ادارې مالي او اداري رييس، مولوي عبدالناصر هاشمي د مرحوم له کورنۍ سره د تسليت او خواخوږۍ تر څنګ وويل، د ورزش ټوله اداره ستاسو سره د مرحوم نجيب الله ايوبي په غم کې شريکه ده.
دغه راز يې نوموړي ته د الله تعالی له درباره د اعلی جنتونو د ورکړې دعا وکړه.
د ويلو ده، چې د افغانستان د پاورليفټينګ او مردان اهنين ملي فدراسيون رئيس مرحوم نجيب الله ايوبي، چې کلونه يې د هېواد ورزش ته خدمت کړی او په خپله برخه کې پياوړی ورزشکار او اتل پاتې شوی، درې ورځې وړاندې د کابل ولايت په يوه روغتون کې د زړه د حملې له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
