
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 12, 2025 at 06:28 PM
میدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزی سیالۍ پای ته ورسېدې
پنجشنبه، د غبرګولي ۲۲مه، د ۱۴۰۴
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ د کمال بابا الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسیدی.
د یادو سیالیو د پای لوبه کې کمال بابا الف لوبډلې د ١/٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې کمال بابا ب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د لوی اختر په مناسبت ترسره شوې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام لوبډلې ته شل زره افغانۍ او دویم مقام ته بیا پنځه زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
