د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 12, 2025 at 06:39 PM
کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې پنجشنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ١٤٠٤ د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ پیل شوې. د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کلمانۍ او کوټکي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کلمانۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٤ منډو هدف وټاکه. کوټکي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ٧٦ منډې وکړې او ٤٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله. دا سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې ...

Comments