
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 13, 2025 at 12:06 PM
کابل کې د ١٠٠ ورزشکارانو په ګډون د فرېزبي دوه ورځنی تمریني کمپ پیل شو
جمعه، د غبرګولي ٢٣مه، ١٤٠٤
د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د ارمنستاني روزنکوو په مالي مرسته د فرېزبي فدراسیون له خوا په غازي سټیډیوم کې د فرېزبي دوه ورځنی تمریني کمپ پیل شو.
په دغه تمریني کمپ کې د هېواد له څلورو ولایتونو څخه ١٠٠ ورزشکاران ګډون کړی، چې د دوو ارمنستاني روزنکوو " ایرا پیټیان سریوژا او ایرا پیټیان ګارېک " له خوا به په تیوریکي او عملي بڼه زده کړې ورکړل شي.
د یادولو ده، چې دغه تمریناتي کمپ د ورزشکارانو د ظرفیت لوړونې او راتلونکو سیالیو ته د لا ښه چمتووالي په موخه پیل شو او دوه ورځې به دوام وکړي.
