❤️‍🔥👑ࢪۤٛنࣲۤـ❢ځࣲ٘ۅ͗ࢪࣨ✮ز̝٘ړهࣲۤ👑❤️‍🔥
❤️‍🔥👑ࢪۤٛنࣲۤـ❢ځࣲ٘ۅ͗ࢪࣨ✮ز̝٘ړهࣲۤ👑❤️‍🔥
May 30, 2025 at 05:36 AM
*لنډه د ميني کيسه🥹* *تره لور [برخه اوله]* *که زړه مو نری وی مه یی لولی🥹* زه او کاينات ګل کاکا په يوا ورځ په مکتب کښي داخيل کړو،د داخليدو په ورځ استاذ له ما پوښتنه وکړ چي څلور او پنځه څو کيږي ما ورته ژر چي کائنات له ما مخکي نشي اويل اوو چي کائنات پر ما خنده وکړه،کاينات خه په سوچ او فکر سره اويل استاذ محترم نهه کيږي،استاذ کائنات ته شاباسي ورکړ او زما رنګ تک ژياړ واوخت تر هغي ورځي مي کائنات سره کينه پيده شوا ګل کاکا او د کور ټولو غړو په دي مشوره وکړه چي سادات او کاينات به يو ځايي مکتب ته ځي او راځي.زه به هر سهار وختي پاسيدم اودس او مونځ او د خلي برس کول مي معمول وو او ژر ژر به د مکتب کالي (جامي ) وچولي او تيار به شوم خو کاينات به لا د خوب هم نه وا پاسيدلې چي اکثر به پر مونږ ناوخته وا، او واهل به مو خوړل کائنات سره تک راتګ پر ما بوج نه عزاب وو ځکه چي زما ټول معلومات به يي زما پلار ته ورکول چي نن يي په مکتب کښي جنګ وکړ کورانۍ دنده يي نه وا ليکلي داسې نور، يوه ورځ مي په مکتب کښي جنګ وکړ چي د هلک سر مات شوو ،ما کاينات ته ډير اويل چي خير دی کور څه مه وايا ،کاينات هم رسره ومنله خو په يو شرط چي زما بکسه به تر کوره وړي او ماته به باجي وايي، ما هم ورسره ومنله بکسه مي تري واخيسته او تر کوره مي ورته سل ځلې باجي اويل خو هغه دومره په زړه سخته وا چي څنګه د کور په دروازه ورننوته بيا يي زما مور ته ځان رسولی وو او ټوله کيسه يي ورته کړي وا. بس سر به مو څه خوږوم خو زما او د کاينات ژوند همداسې روان وو او وختونه تيريدل تر لسم جماعت وراسيدو،چي يوا ورځ زه ډير زيات ناروغه شوم او تبي مي کولي .کائنات ماسره ډيره خفه وا او دسمال يي لندو او زما په تندي باندې کیښودو او ژړل يي، چي د کاکا ښځه مي کوټي ته ناساپي راننوته چي د خپلي لور په سترګي کښي اوښکې وليدي په غوسه يي ورته اويل چي ناروغه سادات دی او دويمه ورځ دا چي مکتب ته ته نځي ورکشه زما له سترګو ،چي کائنات لاړه د کاکا ښځي مي ماته يخني شوروا راوړي وا او په خپل لاس يي راکړه او رته يي اويل چي مورته دي څه مه وايا چي ماته يي يخني راکړه ما ورته د هو پر ځايي سر وخراو او بحر لاړه،زما ناروغي پينځه ورځي ونيولي چي مکتب ته لاړم له ما ډير درس تير شوی وو او کورانۍ واضيفي رباندي بوج شوي وي ،واپس چي کور ته راتلو کائنات د مخکي ورځو پشان نه وا او خواږه خواږه يي راکتل او خبري کول يي غوښتل خو بهانه يي لټوله،ماته يي اويل سادات ولي خاموشه يي ولي خفه يي ما نه غوښتل چي خبري ورسره وکړم نو د هغي خبري مي په نيمه کښي پري کړه ورته مي اويل چي کورانۍ دندي ته خفه يم .ويل يي څه څه د کاکا لور دي شته او ته خفګان کوي ته خو اول خپله بکسه وګوره تمبله چي بکسه کښي دي کتابچي شته او که نا،ما هم په ريښتيا ژر ژر بکسه خلاصه کړه چي ګورم يوا کتابچه هم نه وا ،په غوسه مي ورته اويل غلي راڅخه پټي کړي دي دي راکړه زما کتابچي په خنده يي اويل چي د کاکا ځو هو ما اخستي ټولې کورانۍ دندي مي درته پکي ليکلي دي،ما ورته اويل خه ته راکړه ژر مي د هغي بيک به غير د اجازې خلاص کړ چي ګورم زما څلور کتابچي ورسره وي او ټوله کورانئ دندي يي رته په ښايسته خط ليکلي وي،زه ډير زيات خوشحاله شوم او مننه مي تري وکړه.رته يي اويل د کاکا ځو منې او که نا .ما ورته اويل والله منم دواړه وخندل او روان شوو د کور په طرف.د‌کاينات خبري انداز کتل سترګي او وريځي خورول رته بل شان ښکاره شوو او په سوچ يي اخته کړم،زړه مي غوښتل چي د غرمې ډوډۍ يو ځايي ورسره وخورم او همداسي وشول،دغرمې ډوډۍ مي ورسره يو ځايي خوړل شروع کړل تير په ثير يي خپله شوخي ښکاره کړه چي مرچک يي رته د ډوډئ په کپ(کپله)کښي بند کړی وو او رته يي اويل چي سادات دغه کپ خو زما لپاره اخره ،،زما لپاره،، دا خبره رباندي ډيره خوږه ولګېده،ما ويل خه راکړه چي څنګه مي کپله په خله کړه پوهه شوم چي مرچک دی ورکي زما خله يي ډيره ترخه کړه او سترګي مي سري شوي خو مخکي په څير غوسه نشوم کائنات منډه کړه او اوبه يي راوړي او رته يي ونيولي چي واخله اوبه وڅښه،او ای بيا ماسره په ډوډۍ مه کينه ماسره ناسته دومره دردونه لري.ما چي دا خبره واوريده ژر مي لاس کړ او د هغي د مخي مي دوا مرچک راواخستل او دواړه مي په خله کړل او لږ مي ورته په ډکو سترګو وکتل او روان شوم. نور بيا...... *300لایکه ورسته بله برخه هم نشروم❤‍🔥* ╔══ஓ๑♡๑ஓ══╗ ♡✰𝐻̤̈𝑒̤̈𝑙̤̈𝑎̤̈𝑙̤̈✰𝐾̤̈𝑖̤̈𝑛̤̈𝑔̤̈✰♡ ╚══ஓ๑♡๑ஓ══╝
❤️ 👍 😢 😭 🥹 😮 🌹 😂 🥺 407

Comments