
❤️🔥👑ࢪۤٛنࣲۤـ❢ځࣲ٘ۅ͗ࢪࣨ✮ز̝٘ړهࣲۤ👑❤️🔥
June 6, 2025 at 07:42 AM
*دا لاندې ليکنه پۀ اېکس پاڼه کې يو چا اپلوډ کړې وه! ما پکې ډېر څۀ وليدل؛ نو پۀ همدې اساس مې وغوښتل چې لۀ خپلو ملګرو سره يې هم شريکه کړم. بايد يادونه وکړم چې ليکنه ستړې کوونکې نه ده او پۀ لوستلو باندې هم ارزي!*
*ځمکه مې خرڅه کړه، زده کړې مې وکړې آن تر PhD لاړم، خو ښې زده کړې مې وکړې. وطن ته راغلم کورنۍ، ملګري، خپلوان پۀ تمه ؤ، چې اوس به زۀ چېرته پۀ ولسمشر پسې دوهم شخص جوړېږم.*
*څو ورځې پۀ ډېرو دفترونو وګرځېدم، نتيجه يې ورنه کړه، آخر مجبور شوم، موټر شويي مې جوړه کړه. د خپلوانو د خندا شوم، خو ما د ځان پۀ ځاى خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکاوه!*
*ډېرې عجيبې ورځې راغلې. موټر شويي مې ډېره کمزورې وه، يوه کچه کوټه يې لرله، چې پۀ کړکيو کې مو د ښيښو پۀ ځاى پلاستيکونه راځړولي ؤ، د کابل هوا خو درمعلومه ده هره ورځ به مو د باد لۀ لاسه نوي پلاستيکونه ورته راوړل. تربورانو ته زما دې کار سخت خوند ورکاوه، پاکې موټرې به يې راوستلې او ما به پريمينځلې، ما سره څو کسانو نورو هم کار کوه، خو د تربورانو موټرې به مې پۀ وياړ خپله مينځلې.*
*د ژمي موسم ؤ، سړو سمه خوله لګوله، ما د پلاستيکې کړکۍ د طبيعت ننداره کوله، چې يوه مزده موټر مو موټر شويي ته راتاو شو، ګورم چې د کاکا زوى راوستى دى.*
*ووتلم موټر د غواګانو لۀ خوشيانو ډک و؛ خداى مې دې غاړه نه بندوي فکر کوم خپله يې پکې اچولي ؤ! ماته يې ووئيل: دا مو د ملګرو موټر دى لږ يې پاک کړه!*
*ما سره لګيا کارکوونکي موټر خواته روان شول ما پرېنښودل، ځکه د تره بچي هيله مې ماتېدله هغه پۀ دې هيله راغلى ؤ، چې موټر زه پرېمينځم او زۀ ورته خجل شم نو ما هم ناهيلی نه لېږه.*
*هغوى ته مې د چاى آمر وکړ خپله مې لمنه وتړله او لستوڼي مې رابډ وهل، که رښتيا ووايم پۀ دې کار نو سخت خفه وم، سترګې مې لۀ اوښکو ډکې وې، خو کار مې ښۀ پۀ جرأت سره کولو، تره زوى مې د چاى د ګيلاس سره راووته، راته وايي سم يې پاک کړه! رښتيا ووايم ډېر سخت حالت ؤ، خو دا يې هيله وه او ما پوره کوله.*
*څو ورځې وروسته موټر مې مينځه؛ د موټر خاوند وارخطا ؤ، ما به هڅه دا کوله، چې موټر ښۀ پاک کړم تر څو بيا ماته راشي. ما ورته کړه چې ولې دومره ورخطا يې؟*
*ويې وئيل: محصل يم آزموينه لرم.*
*دغه ځوان پۀ اقتصاد پوهنځی کې زده کړې کولې او زۀ د همدې برخې ډاکټر وم*
*مال پۀ کوم مضمون کې ازموينه لرې؟*
*ويې وئيل: اکونټنګ کې.*
*ورته مې ووئيل: هغې کوټې ته لاړ شه! زۀ درځم.*
*ځوان لاړ زة هم ورپسې لاړم، مال پرچې لرې؟*
*شروع مې وکړه د شپږو مياشتو درس مې ورته پنځلس دقيقو کې خلاصه کړ، سړى هک پک ؤ، راته وايي: هغه موټر تا نه مينځه؟*
*د هو لپاره مې ورته سر وخوځوه، مال ژوند دى، د خپلو زده کړو پۀ هکله مې ورته ووئيل. لۀ سړي خپله آزموينه هېره شوه او هک پک شو.*
*راپسې ونښته، ويل يې ما سره به پوهنتون ته ځې؛ زۀ دې رئيس سره کېنوم؛ رئيس مې ملګرى دى تر څو د استادۍ کار دې وشي. ورسره روان شوم. راته وايي: نورې جامې نه اچوې؟*
*مال: نا! هسې هم کار مې نه کيږي، خو ستا لپاره به لاړ شم.*
*لوند خيشت د رئيس پة دفتر کې يوې خواته ودرېدم. پۀ رياست کې ډېر ښۀ او لوکس کوچونه پراته ؤ، هېڅ مې زړۀ نه غوښته، چې کېنم. رئيس راباندې د مستري شک وکړ، خو يو جاينماز مې چپه پۀ کاوچ واچوه او کېناستم.*
*محصل ورته غريو نيولى ور وپېژندلم، رئيس خندان پۀ تمسخر زما خواته راوکتل، د ځان خلاصي پۀ خاطر يې ووئيل: ډېمو ته چمتووالى ونيسه! موږ به زنګ درته وکړو.*
*ما زياته کړه: زۀ ډېمو ته چمتو يم! پۀ رئيس باندې، زما دا خبره ښه ونه لګېده، خو ما تاکيد وکړ، دستي يې ټليفون واخيست، بلې! هغه پاکستانى استاد، هغه فلانکى او هغه بيستانکى استاد اتم سمستر ته ولېږئ! مونږ ډيمو لرو!*
*د رياست نه يو خيرن جامه او يو سپريدار رئيس روان شول. رښتيا يو مارکر يې راکړ، ما ترې د دوو نورو غوښتنه هم وکړه، سړى هک پک ؤ.*
*ټولګى(کلاس) ډک ؤ، سلام مې وکړ، ټول صنف موسکى، موسکى کېده، زۀ پوهېدم چې زما جامو او د کابل پۀ دومره قوي پوهنتون کې استاد کېدل، پۀ همدې پسې موسکاوې شروع دي.*
*ماته وايي: شروع کړه!*
*مال: پۀ څۀ کې درس درکړم؟*
*وئيل يې: ستا خوښه.*
*ما لس د اقتصاد موضوعات پۀ تخته وليکل، خط مې پۀ تخته ډېر ښۀ ښکارېده، بنګ منګ ورک شو، مال کومه موضوع تشريح کړم؟*
*وئيل يې دا دوهمه موضوع!*
*هغه مې بيا پۀ څو برخو ووېشله! مال دې کې کومه موضوع؟*
*وئيل يې: دا درېمه. هغه مې بيا پۀ څو برخو تقسيم کړه. مال دې کې کومه؟ بس ټوله تخته باندې مې د سمستر د پيل نه تر آخره ټول موضوعات وليکل. دوه وصل تختې ډکې شوې.*
*ناڅاپه د لاسونو پړکا پيل شوه! شاته مې مخ واړوه ټول صنف ولاړ دى! مخې ته يې يو خيرن ځوان لوند خيشت د ډېرو هيلو سره ولاړ دى.*
*رئيس غږ وکړ: ځوانه! څومره معاش غواړې؟*
*پۀ دې سره ډېر هيله من شوم!*
*ووتلو دستي يې پنځه کلاسونه راته راوسپارل. ما لکه ماشين کار کولو. فرصت لاس ته راغلى ؤ! د مياشت پۀ آخر کې يې راته د پوهنتون د غوره استاد او د لوړ معاش وړونکي پۀ نامه مراسم ونيول. لوړ معاش پۀ دې پوهنتون کې تر پنځوس زرو پورې ؤ، خو ما ترې يو سل او شل زره افغانۍ واخيستې.*
*لۀ هغې وروسته پۀ آمريکايي پوهنتون، وزارت ماليه، نړيوالو کمپنيانو، نړيوالو پوهنتونونو سره دندې ترسره کړې!*
*د موټر شويي د قرارداد مې چې کا* پوره کېده، ما د نړۍ دېرش هېوادونه ليدلي ؤ.)
*زۀ مې تربورانو ته اوس هم ډېره مينه ورکوم، ډېر احترام يې هم کوم. هو! هغوى هم پوه شوي دي، شاته مې بالښت ږدي او اوس مې تخلص سره صيب هم وايي.*
*لۀ رب(جل جلاله) مې خوشاله يمه، يوه وړه خاني ده او جوړه ده.*
*ژوند ته مه تسليمېږئ! ژوند اړخونه لري، تل د سبا پۀ غم کې شئ! همدا کافي ده چې ځانته خجل نه ياست، او فرصتونه مو پۀ ژوند کې حتمي راځي.*
*د لوستلو ورسته هتمن یو لایک💓*
_*꧁̤̈✨̤̈𝑯̤̈𝒆̤̈𝒍̤̈𝒂̤̈𝒍̤̈☆̤̈𝑲̤̈𝒊̤̈𝒏̤̈𝒈̤̈✨̤̈꧂̤̈*_

❤️
👍
😢
💓
😂
🥹
❤
🌹
😭
😮
356