دعشق پــوهنتـون
دعشق پــوهنتـون
June 5, 2025 at 06:42 PM
د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجه شه! ۱- کوښښ وکړه روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي. ۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې! د تکبير الفاظ دادي: الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘. ۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰهﷺ وايي چې غوره دعا د عرفې د ورځې ده. ۴- غوره ذکر پکې دادی : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . ( تېر مصدر). ۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه. ۶- يوه ورځ ده ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه. ۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه. ۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتما وکړه ځکه د مرګ نېټه مالومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي. ۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.
Image from دعشق پــوهنتـون: د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجه شه! ۱- کوښښ وکړه روژه ونيسه...
❤️ ❤‍🩹 🫶 10

Comments