عبدالرحیم راشد
عبدالرحیم راشد
May 27, 2025 at 05:59 AM
د رؤیت هلال مرکزي کمېټې مهمه خبرتیا د مرکزي او ټولو ولایتونو د رؤیت هلال کمېټو قدرمنو شیوخ عظامو او محترمو علماء کرامو ته! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته الله پاک مو محفوظ او منصور ولره: وبعد: د افغانستان اسلامي امارت د میاشتې د لیدو د مرکزي کمېټې د رهبرۍ محترم مقام د هدایت په اساس نن د سه شنبې ورځ، مؤرخ ۲۹/ذوالقعدة الحرام/۱۴۴۶هـ ق مصادف ۶/جوزا/۱۴۰۴هـ ش مازدیګر لمانځه وروسته دې د ولایتونو او ولسوالیو په سطحه د یادو کمېټو مسؤولین او مؤظف کسان د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې د لیدلو لپاره په داسې مشخصو ځایونو کې چې د میاشتې د لیدو امکان په کې ډېر وي حضور ولري او د میاشتې د لیدلو لپاره دې په هره ممکنه طریقه چې وي په ډېر دقت تلاش وکړي. د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې د لیدلو یا نه لیدلو په اړه دې خپل دقیق معلومات د ولایتي محاکمو له لارې د رؤیت هلال مرکزي کمېټې سره د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست اړوند د رؤیت هلال مرکزي کمېټو واټس اپ ګروپ کې شریک کړي.
❤️ 10

Comments