صدای هندوکش
صدای هندوکش
June 14, 2025 at 08:07 AM
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران له خوا د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو او ټپي شویو صهیونیستانو شمېر له سلو تنو اوښتی. له دې ډلې درې تنه وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي چې د ګڼو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک هم ښودل شوی. ایراني چارواکي وایي، پر اسرائیلو به یې بریدونه د اړتیا تر مهاله دوام لري او په دې برخه کې د هېوادونو له خوا د حوصلې غوښتنه هیڅ راز توجیه نه‌لري. له بل لوري د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران په اسرائیلو کې پر ۱۵۰ اهدافو توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې په ګڼو صهیونیست مېشتو ښارونو کې پراخه ويجاړي هم رامنځته شوې ده. https://whatsapp.com/channel/0029Vae4X1bG3R3hpzJuET1o
Image from صدای هندوکش: د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران له خو...

Comments