ANP District Korangi Social Media
ANP District Korangi Social Media
June 13, 2025 at 08:01 PM
د پښتونخوا غیرتمند ولس ته! ما سره په پوره شدت سره احساس دے چې تاسو د بجلۍ د سخت لوډشېډنګ له وجې په سخت تکلیف کښې يئ. نن چې د ګرمې درجه له 40 نه پورته تللې ده، ماشومان، مشران او ناروغان په خولو کې لامده دي، نو په همدې حالاتو کې هم په مونږ هغه ظلم روان دے چې د برداشت نه بهر دے. یاد ولرئ! بجلي زمونږ ده، سیندونه زمونږ دي، وسایل زمونږ دي، خو خوند ترې نور اخلي. زمونږ په خاوره کې هغه بجلي جوړيږی چې د یو یونټ لګښت یې د یوه روپۍ نه هم کم دے، خو هاغه بجلي مونږ ته په 40 روپۍ نه زیاته ملاوېږي. دا ظلم او ناانصافي د زغملو نه ده. زمونږ بجلۍ باندې لاهور، پنډۍ او اسلام‌ آباد رڼا دي. زمونږ بجلۍ باندې د پنجاب کارخانې چلیږي، خو پښتانه نن هم په تیاره کښې پراته دي. دا یوازې د بجلۍ مسئله نه ده، دا زمونږ د وسایلو د خوړلو مسله ده. او همدا وجه ده چې زه د اتلسم آئیني ترمیم په اصل شکل کښې د عملي کولو غوښتنه کوم. که چېرې په اصل شکل کښې اتلسم ترمیم عملي شي، نو مونږ کولې شو خپله جوړه شوې بجلي خپله وکاروو، او دا بجلي چې مونږ ته نن سبا په 40 روپیو نه په زیاته خرڅېږي، مونږ ته به زیاته نه زیاته په 4 یا 5 روپۍ فی یونټ ترلاسه شي. مونږ قربانۍ ورکړې دي، مونږ د خپلو وسایلو نه دا ملک روښانه کړے دے۔ اوس وخت راغلے چې مونږ د خپل آئیني حق او وسایلو پر اختیار خپل حق واخلو. بجلي زمونږ ده، اختیار هم باید زمونږ وي!
Image from ANP District Korangi Social Media: د پښتونخوا غیرتمند ولس ته! ما سره په پوره شدت سره احساس دے چې تاسو د ب...

Comments