د چارو ادارې لوی ریاست
د چارو ادارې لوی ریاست
June 11, 2025 at 12:37 PM
د چارو ادارې لوی رئيس: موږ ځانګړې موخه او مسیر لرو چې د صلحې او امنیت پیغام ورکوي د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د ادارې مسؤولينو او کارکوونکو سره د لوی اختر مبارکۍ غونډه کې ګډون وکړ او په دې اړه جوړه شوې غونډه کې يې په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې. دا غونډه چې نن چهارشنبه (ذي الحجه ۱۴ مه/غبرګولي ۲۱مه) د چارو ادارې لوی رياست انګړ کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست مرستيالانو، رئيسانو او کارکوونکو ګډون کړی و. شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل: موږ له داسې نظام څخه برخمن یو چې موږ ته د حق لارښوونه کوي او خپله یې د حق عملي بېلګه وړاندې کړې ده. دا نظام له خپل اسلامي مسیر څخه لږ انحراف هم نه قبلوي، زموږ شرعي مسؤولیت دی چې خپل دین وپېژنو، دیني اصول زده‌کړو او په خپل ژوند کې یې پلي کړو. نوموړي د اسلامي امارت په وړاندې د ځينې کړيو منفي تبليغاتو ته په اشاره وويل؛ افغانان نور له ذلت، تفرقې او بې‌ثباتۍ څخه خلاص شوي دي. نن د اسلام د دښمنانو هغه خطرناکې دسیسې چې ملت یې په ډلو، سمتونو او حزبونو وېشلی و، له منځه تللي. اوس د ورورولۍ فضا حاکمه ده، یو ملت ده، یو غږ او یوه موخه لري، دا یو تاریخي فرصت دی چې باید وساتل شي. نوموړي زیاته کړه؛ موږ ځانګړې موخه او مسیر لرو چې د صلحې او امنیت پیغام ور کوي، افغانستان اوس د امن له فضا څخه برخمن دی، همدغه فضا د هېواد د ابادۍ بنسټ دی. اسانتیاوې رامنځته شوي، د پرمختګ لارې پرانېستل شوي. خو باید پوه شو: چې د اسلام دښمنان هېڅکله د مسلمانانو سوکالي نه غواړي، نو افغانان باید نور انتظار پرېږدي او خپل هېواد خپله اباد کړي؛ ځکه چې الحمدلله، اوس دا زمینه برابره شوې ده. دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعاء پای ته ورسېده.
Image from د چارو ادارې لوی ریاست: د چارو ادارې لوی رئيس: موږ ځانګړې موخه او مسیر لرو چې د صلحې او امنیت ...
❤️ 1

Comments