د چارو ادارې لوی ریاست
د چارو ادارې لوی ریاست
June 12, 2025 at 04:34 PM
*له حج څخه د راستنېدو پر مهال د (17)مې ګڼې تاریخي فرمان رعايت په اړه یادونه!* ځینو مجاهدینو او مبارزینو د یوې موضوع په هکله د اندېښنې یادونه کړې، هغه دا چې حجاج کرام له دې امله چې ارشاد، حج او اوقافو محترم وزارت یی پوهاوی کړی، چی د بېرته را ستنېدو پر مهال به رواجي لګښتونه او اسراف نه کوي، مګر که د اسلامي امارت ځینې مسئولین او کارکوونکي متوجه نه وي او تخلف ترې وشي، لکه موټریز کاروان، غیر ضروري څراغونه، ګلپوش، لوړ بیه تحائف، د مراجعینو لپاره د خوراک او څښاک په حساب په ممنوعه انداز تکلف، ښه اثر به ونلري او دا به له (17)مې ګڼې تاریخي فرمان څخه تخلف وګڼل شي. هیله ده ټول قدرمن مسئولین او مجاهدین متوجه واوسي او خپلو اړونده ملګرو ته پخپل وخت یادونه وکړي.
Image from د چارو ادارې لوی ریاست: *له حج څخه د راستنېدو پر مهال د  (17)مې ګڼې تاریخي فرمان رعايت په اړه ...

Comments