ستًٍَِاًٍَِ یًٍَِاًٍَِڊًٍَِۆًٍَِنًٍَِۆًٍَِ لًٍَِیًٍَِۆًٍَِنًٍَِیًٍَِ ڪًٍَِڔًٍَِمًٍَِ
June 6, 2025 at 12:15 PM
دا نظر مو مبارک شـــــه
سپین سحر مومبارک شه
له زړګی نه بیا تبریک شه
لوی اختر مو مبـــارک شه
هه
ښکلاګانو خوشحـالی ده
لوی اختر دقربانـــــی ده
مؤمنانو شه تبــــریک مو
ښه فـــــــضاء دآزادی ده
مسلمه امت خوشحاله خوښي لمر مومبارک شه
هوو
نن به ځو ښــکلو میلوتــه
ټول یاران بیا منظــرو تــه
لوی اختر ته یو خوشحاله
ټول به ځـــو نن نندارو ته
آزادی ده په وطن کی سپین څادر مومبارک شه
هوو
سربازانو ته تبریک شه
عالمانو ته تبریک شـــه
دوطن په جګو غروکی
طالبانو ته تبریک شـــه
آزادی ده او اختر دي برابر مو مبارک شه
سپین مشـــــــال دآزادی ده
بی مثال نن بیاخـــوښی ده
نن خوشحال بیاوطنوال دي
ډګ له خـــونده زنده ګی ده
قیمتی مسته هوا ده دا ګوهر مو مبارک شه
ابرارجانه ای قربانــــه
شاعری کوه جانانــــــــه
شاعـری دی خوندور دی
شعر نن لیکه په داستانه
وطنوالوته خوښي ده په ثمر مو مبارک شه
📕📗📘📙✏
❤️
1