
Nimruz University | پوهنتون نیمروز
June 3, 2025 at 10:21 AM
د نیمروز لوړو زدهکړو مؤسسې لهخوا د محصلینو د ازموینو د اضطراب د کمولو غونډه جوړه شوه!
پرون دوشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالحجې پنځمه نیټه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا له ۱۲مې نیټې سره برابره ده، د نیمروز د لوړو زدهکړو مؤسسې د محصلینو د خدماتو د انسجام عمومي مدیریت په نوښت یوه ځانګړې غونډه د «ازموینې د اضطراب له منځه وړلو» تر عنوان لاندې جوړه شوه.
یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته یو تن ازمویونکی استاد د ازموینو پر مهال د اضطراب او فشار په اړه وینا وکړه او دا یې د محصلینو ترمنځ یو عادي او طبیعي حالت وباله. نوموړي ټینګار وکړ چې د منظم تمرین، علمي او عملي لارو چارو په مټ کولای شو دغه اضطراب په مؤثر ډول مدیریت او کنټرول کړو. باید وویل شي چې دا ټولې لارې چارې په هغو ځانګړو تعلیمي بروشورونو کې شاملې دي چې همدې هدف لپاره چمتو شوې وې.
د غونډې په پای کې، یاد بروشورونه د محصلینو د خدماتو د انسجام عمومي مدیریت او د کیفیت د لوړونې عمومي مدیریت په همکارۍ، ټولو هغو محصلینو ته چې د ازموینې په تالار کې حاضر وو، ووېشل شول.
