
Nimruz University | پوهنتون نیمروز
June 11, 2025 at 07:10 AM
د نېکمرغه لوی اختر تر رخصتیو وروسته، د نیمروز لوړو زدهکړو مؤسسې محترم مسئولین یو ځل بیا په پوره ژمنتیا سره خپلو دندو ته حاضر شوي دي. د دي مؤسسې ټولې اداري، تعلیمي او خدماتي چارې د پخوا په شان په عادي او منظم ډول روانې دي.
د دي علمی مرکز رهبري، استادان او کارکوونکي د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره د لوړو علمي ارزښتونو پر بنسټ، خپلو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شوي او د هېوادوالو خدمت ته په اخلاص، صداقت او مسلکي روحیې سره دوام ورکوي.
