پوليس راډیو/Policeradio.af
پوليس راډیو/Policeradio.af
June 14, 2025 at 04:59 AM
د خوست امنيه قومندانۍ اړوند د تڼيو ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د يادې ولسوالۍ استخباراتو منسوبينو سره په شريکو عملياتو کې هغه کس نيولى چې څه موده مخکې يې په تڼيو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ شخړې په ترڅ کې درې کسان وژلي او له سيمې تښتيدلى و. پر درېو قتلونو تورن نيول شوى کس د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو ميل کلاشينکوف او شاجورو سره نيول شوى او په لومړنيو څېړنو کې يې په ترسره کړي جنايت اعتراف هم کړى دى. د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د تڼيو ولسوالۍ للمۍ کوټکي سيمه کې د ماشومانو پر سر د دوو کورنيو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه، چې له امله يې د يوې کورنۍ يو کس وژل شوی او د بلې کورنۍ د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او یوه مېرمن ټپې شوې وه. #پولیس_راډیو
Image from پوليس راډیو/Policeradio.af: د خوست امنيه قومندانۍ اړوند د تڼيو ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د يادې ولسوا...

Comments