مشال راډیو  Mashaal Radio
مشال راډیو Mashaal Radio
May 15, 2025 at 04:14 PM
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د ۷ عشاریه اته میلیونه ډالرو په لګښت زر بابه نوي کورونه جوړ او د هغوی په اختیار کې ورکړل شول. زیانمنو کسانو د کورونو دا پروژه دوی لپاره ارزښتمنه او اړینه وبلله او ويې ویل، نږدې درې کاله یې په خیمو او نورو ورته ځایونو کې په ستونزو کې تېر کړې دي. د ۲۰۲۲ز کال د جون په ۲۲مه د پکتیکا ولایت په برمل، ګیان او د خوست په سپیره ولسوالۍ کې یوې زلزلې ځايي خلکو ته د پراخو ځاني زیانونو په ګډون، زرګونه کورنه او ابادې هم نړولې وې. د یاد کورونو او نورو تاسیساتو په جوړولو ټول ۷ عشاریه اته میلیونه ډالر لګښت شوی او د هر کور د جوړولو لګښت بیا ۵۸۰۰ امریکايي ډالر وو.
👍 ❤️ 🇦🇫 😮 🙏 😂 🇵🇰 🌱 🌹 88

Comments