
مشال راډیو Mashaal Radio
June 5, 2025 at 03:53 PM
د بشري حقونو فعالان وايي د ثنا یوسف پر وژنه ماتم پکار دی
د مېرمنو د حقونو سازمانونو او فعالانو د جون پر پینځمه په اسلام اباد کې د مظاهرې په ترڅ کې د ټولنیزو رسنیو د یوې وتلې څهرې ثنا یوسف د وژنې پر ضد مظاهره وکړه. ثنا یوسف چې په ټېکټاک یې اته او پر انسټاګرام یې پینځه لکه پلویان لرل، د جون په درېیمه په اسلام اباد کې وژل شوې وه. د اسلام اباد پولیس وايي قاتل یې نیولی او پر ضد یې کارروايي روانه ده. په اسلام اباد کې د مېرمنو د حقونو فعالانو د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ثنا یوسف قاتل ته دې سزا ورکړل شي. مظاهره کوونکیو مېرمنو وویل چې د ثنا یوسف وژنې د پاکستانیو مېرمنو د خوندیتوب اندېښنې راپارولې دي. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې د ویډیو جزیات په دې راپور کې
https://www.youtube.com/watch?v=ELYRTxxfMOU
👍
😂
❤️
😢
😮
🇦🇫
❤
🇵🇰
🙏
❗
75