مشال راډیو  Mashaal Radio
مشال راډیو Mashaal Radio
June 8, 2025 at 08:55 AM
په مردان کې یوې چاودنې، چې ویل کيږي د ګیس له وجې شوې، شپږ تنه وژلي دي د خيبر بښتونخوا په مردان کې د ګېس چاودنې لږترلږه شپږ تنه وژلي او دوه نور یې ټپي کړي دي. د ژغورنې اداره - ريسکيو ۱۱۲۲ - وايي د جون پر شپږمه سهار وختي د مردان په ارم کالونۍ کې د ګيس ليک کیدو چاودنې له امله د يوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي دي. د یادې ادارې ویاند بلال احمد فيضی د جون پر ۷مه مشال راډيو ته وویل چې په دې ېېښه کې په دوې ماشومې ژوبل شوې هم دي. د بلال فيضي په خبره د چاودنې له کبله د دوه منزله کور ودانۍ په مکمله توګه ړنګه شوې وه. ده وویل چې د نړېدلې ودانۍ له ملبې یې د کسانو را اېستلو لپاره اووه ساعته کارروايي کړې ده. په پاکستان او په ځانګړې توګه تودو سیمو کې د زیاتې ګرمۍ له امله وخت ناوخته د ګېس چاودنې رامنځ ته کېږي. تر دې وړاندې د جون پر پنځمه په کواټ کې هم د ګېس چاودنې په پېښه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی عباس اپرېدی وژل شوی وو. عباس اپرېدی د کوهاټ د یوې سیاسي کورنۍ سره تړاو لري. د هغه پلار هم سېنېټر وو چې شمیم اپرېدی نومېږي. شمیم اپرېدی یو مهال د جمهوري وطن پارټۍ د مالیاتو سکرتر او د نواب اکبر خان بګټي نږدې ملګری وو. https://www.mashaalradio.com/a/33436604.html
😢 ❤️ 👍 🇦🇫 🙏 🇵🇰 🇵🇸 😂 ❤‍🩹 51

Comments