مشال راډیو  Mashaal Radio
مشال راډیو Mashaal Radio
June 11, 2025 at 05:53 PM
*له ایران او پاکستانه د کډوالو نږدې شپږ نیم زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې* په افغانستان کې چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونیو کې له ایران او پاکستانه ۶،۳۰۰ کورنۍ وطن ته ستنې شوې دي. د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی دی چې په تېرو ۱۵ ورځو کې له ایران څخه ۵،۵۰۰ او له پاکستان څخه ۸۲۰ کورنۍ یا په زور یا په رضا افغانستان ته تللې دي. د ایران مهر خبري اژانس د ایران د حکومت د ویاندې فاطمې مهاجراني له خولې لیکلي دي چې له هغه هېواده به ټول هغه کډوال اېستل کېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د ایراني مسوولینو په وینا په دغه هیواد کې څه باندې شپږ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي. په پاکستان کې بیا شاوخوا څلور مېلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ځیني یې د اوسیدو قانوني اسناد لري او یوشمیر یې په پاکستان کې د استوګني قانوني اسناد نه لري. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د مې پر ۳۱مه نېټه ویلي وو، هېواد یې پرېکړه یې کړې چې په ملک کې د مېشتو ناقانونه بهرنیو پرضد د عملیاتو لړۍ تونده کړي. دا له هغه یوه میاشت وروسته وه چې نورو هیوادونو ته د تلو په تکل په پاکستان کې مېشتو شاوخوا ۴۴۰۰۰ افغانانو ته له پاکستان د وتلو لپاره ورکړل شوې نېټه پای ته ورسېده. د پاکستان حکومت لا له وړاندې اعلان کړی وو چې که چیرې احتمالي کوربه هیوادونه د اپریل تر ۳۰م دا افغانان ځای پر ځای نه کړي نو په لویدیځ کې به د بیا میشتیدنې په تمه زرګونه افغان کډوال له هیواده وباسي. https://www.mashaalradio.com/a/33439875.html
👍 ❤️ 😢 😂 🎤 😮 🇵🇰 🏳️ 🙏 🤣 48

Comments