مشال راډیو  Mashaal Radio
مشال راډیو Mashaal Radio
June 13, 2025 at 06:58 AM
اسراییل وايي د جون پر۱۳مه یې د ایران په بېلا بېلو برخو کې د دې هیواد اټومي ځایونه په نښه کړي دي. اسراییل خبردار ورکړی دی چې پر ایران به دې بریدونو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې د دوی په وینا، ایران یې د ایټمي وسلو له جوړولو نه وي ګرځولی. د اسراییل وزیراعظم بینیامین نېتنیاهو ویلي چې دوی د ایران پرضد هدفي پوځي عملیات پیل کړي دي. د نوموړي په وینا، د دې هدف دا دی چې "د اسراییلو د بقا لپاره د ایرانی خطر شنډ کړي." نوموړي دې عملیاتو ته د "پاڅېدونکي زمري" نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دا به تر هغه وخته دوام ولري چې د ده په وینا د اسراییل په وړاندې خطر یې له منځه وړی نه وي. وزیراعظم بینیامین نېتنیاهو په یو ویډیويي بیان کې ویلي، " موږ د ایران د یورانیمو غني کولو خاص مرکز په نښه کړ، موږ په نطنز کې د یورانیمو غني کولو تر ټولو مهم ځای هدف کړی او موږ د ایران د بېلسټک توغندي جوړولو پروګرام هم په نښه کړی دی."
😢 ❤️ 👍 🇦🇫 🇵🇰 🎤 👏 😡 😭 23

Comments