فښتوتازه خبرونه qdge
فښتوتازه خبرونه qdge
June 18, 2025 at 06:01 AM
د ایران پوځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تازه څرګندونو وروسته امريکا ته ګواښ کړی، چې که له خپلو سيمه‌يزو پوځي هډو په استفادې پر ايران برید وکړي دا هډې به په ټوله سيمه کې په نښه او له خاورو سره خاورې کړي. د ایران د سپاه پاسداران له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هر ډول برید ته به یې غبرګون خورا سخت وي او مسؤوليت به یې د هغو هېوادونو پر غاړه وي چې دا هډې پکې موقعیت لري. دا خبرداری داسې مهال خپرېږي، چې ټرمپ څو ګړۍ وړاندې پر «تروث سوشیل» ټولنیزې شبکې د یوه پیغام په خپرولو سره د ایران له حاکم نظام څخه د «بې‌قید او شرطه تسلیمۍ» غوښتنه وکړه او ادعا یې وکړه چې امریکا د ایران پر هوایي حریم بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.
Image from فښتوتازه خبرونه qdge: د ایران پوځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تازه څرګندونو وروسته امريکا...
👍 ❤️ 😂 29

Comments