
سرباز کوچی شمال نیوز
June 14, 2025 at 07:24 PM
*راپسي ولي خاندي یار تصویر هم دغسي وی*
*زړو جامو کي او د کار تصویر هم دغسي وی*
*دا خلک وايي چی خندا کي تصویر ښکلي رازی*
*په آدیره کي د مزار تصویر هم دغسي وی*
*هغه آختر کي چی شلیدلي لوپټه په سر کي*
*په وران وطن کي د بهار تصویر هم دغسي وی*
*زه خو حیران یمه د سه منظر کشی اووکمه*
*ایه کلی والا ددي ښار تصویر هم دغسي وی*
*کوچی زه خو دا خپل درد تشرخ کولي نشم*
*خوپه ماښام د انتظار تصویر هم دغسي وی*
*سرباز کوچی شمال نیوز*

❤️
👍
😂
🙏
136