
سرباز کوچی شمال نیوز
June 17, 2025 at 03:35 PM
*د ایران د دفاع وزارت ویاند سردار طلایي نیک وایي، چې نن د سپاه ځواکونو له خوا په اسراﺉیلو د برید په مهال یو نوی توغندی وکارول شو، چې د اسراﺉیلي چارواکو په وینا، تر هدف لګېدلو مخکې یې له توغېدو څخه خبر نه وو.
هغه زیاتوي: ایراني ملت له یوې تپل شوې جګړې سره مخ دی، خو ایران به له ټولو دفاعي او یرغلیزو ظرفیتونو ګټه واخلي او د صهیونیستي رژیم ملا به ماته کړي.
طلایي نیک ادعا وکړه چې اسراییلي ځواکونه د اوږدمهالې جګړې توان نه لري او پر ښځو او ماشومانو بریدونه کوي، خو ایران به په پراخ ولسي مشارکت سره له هر ډول تېري دفاع وکړي
سرباز کوچی شمال نیوز
❤️
👍
45