
سرباز کوچی شمال نیوز
June 18, 2025 at 04:03 AM
*د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د دوی "فتاح" توغندي د اسراییل له دفاعي سپره تېر شوي او د اسراییلي ځواکونو پټنځایونه یې نښه کړي دي.*
*ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د لسمې اعلامیې یوه برخه خپره کړې او لیکلي یې دي چې د "وعده صادق 3" عملیاتو په یوولسمه څپه کې له "فتاح" توغندیو کار اخیستل شوی دی.*
*سپاه پاسداران زیاته کړې چې د تېرې شپې توغندیز برید ښيي چې "موږ د اشغالي سیمو پر فضا بشپړ کنټرول ترلاسه کړی" او اوس د دغو سیمو اوسېدونکي د ایران د توغندیزو بریدونو پر وړاندې دفاعي خوندیتوب نه لري.*
*سرباز کوچی شمال نیوز*

👍
❤️
😂
28