د حق لارویان
د حق لارویان
June 6, 2025 at 08:39 AM
نورې ښځې او دښځو تر منځ عدالت لومړی دامسئله چې په اسلامې شريعت کې د يوې نه علاوه نورو ترڅلورو ښځو سره نکاح کول کوم واجب حکم نه دي بلکې رواه ده هغه هم د عدالت قايمولو په چوکات کې . فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً النسآء ۳ ژباړه : پس که تاسې ويريږی چې عدالت به ونه شی کړای نو يوه ښځه وکړﺉ . وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ النسآء ۱۲۹ دښځو په منځ کې په تمامه معنی عدالت ستاسې په وس کې نشته که تاسې وغواړی هم نه يې شی کولای له همدی امله دالهې دستور له مخې تاسې يوی لورې ته دومره ميلان مه کوی چې هغه بله معلقه وکرځوی . معلقه داسې چې نه ميړه لرونکې وي اونه بې ميړه نه . ډير خلک داسې وي چې دوهم واده وکړي نو لومړی شاته کړي بلکې دوهم واده د عدالت په قايمولو سره روا دی . هرهغه څوک چې څوښځې لري نوپه ده باندې واجب دی چه د دوی په خواراک ،پوښاک ،راکړه ورکړه ، د شپې د بيدکيدو نوبت بيل بيل هستوګنه اوجلاجلا شپه تيرول او نورو کې پوره عدالت کول . که کوم ميړه دخپلو ښځو په منځ کې عدالت نه کوي نو دقيامت په ورځ کې به ګوزن وهلی پاڅيږي او داسې به درومې چه له خپله ځانه سره به يولاس اوپښه اونور نيمايی بدن کش کاږي .(کابلی تفسير د النسآء ۳ آيت او انوارالقرآن تفسير) مـلطب داچې دوهم واده کوم واجبي حکم نه دی بلکې د عدالت ساتلو په شرط جائز دی په مسلمانانو کې داسې کسان ډير کم دي چې هغه د دوهم واده کولو لپاره واجب الشرايط وي د ۱۹۷۱ کال د سروی له مخې په سلو کې ۹۶٪ مسلمانان يواځې يوه ښځه لري او۴٪ دوې ښځې لري اوکوم چې ۳ يا ۴ ښځې لري هغه ډير کم دی چې په فيصدی کې نشی راتلای . (علامه وهبة الزحيلي فقه معاصر) . د يوې نه علاوه بلي نکاح حکمتونه : ګر چه د څو ښځو د حکمت بيان ته ضرورت نشته ځکه چه الله تعالی دهرڅه پيداکونکی دی اوپه هرڅه ښه پوهيږي قوله تعالی : أَلاَ يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ (الملک ۱۴ ) (آيا هغه دې دمخلوقاتو په حال ونه پوهيږي چې هغه ټول پيداکړي دي پداسې حال کې چې هغه باريک بين اوپه دقيقو اسرارو پوه اوښه باخبر دی ) . خو ځنو علماؤ د څو ښځو حکمتونه داسې بيانوي : ۱- دنر اوښځې ترمنځ فطري اختلافات : دايوواضح حقيقت دی چې دنر اوښځې تر منځ فطرتاً اختلافات موجود دي نر هر وخت دجنسي اړيکو لپاره اماده وي مګر ښځه په هره مياشت ،هرکال يادوه کالو کې د حيض او نفاس دوري طی کوي چې په دغه دورکې ښځه د جنسی اړيکو لپاره اماده نه وي اوپه دغه دوران کې جنسي اړيکې په اسلام کې حرامې دي . اسلام کې زنا او هغه اسباب ټول حرام دي که له يوې خوا زنا اواسباب يې حرام دي....!

Comments