
د حق لارویان
June 6, 2025 at 09:57 AM
🌙 *د تشریق تکبیر:*
👈 *(( الله اکبر ، الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد))*
د #عرفات د ورځي د سهار لمانځه څخه بیا د لوی اختر د څلورمي ورځي تر ماځیګر لمانځه پوري، له هر لمونځ څخه وروسته په لوړ آواز سره دا تکبیر یوار ویل واجب دي .
فتوا: پر دې ده چي په دې کي په جماعت سره لمونځ کوونکی او یوازي لمونځ کوونکی دواړه برابر دي همدغسي پر سړي او ښځي دواړو باندي واجب دي.
البته ښځه دي ئې په کرار آواز لولي او نارینه دي ئې په لوړ آواز لولي. ( شامي)
#یادونه: دغه تکبیرات باید په متوسط آواز سره وویل سي ډیر خلګ په دې کي غفلت کوي او بالکل ئې نه لولي او یا ئې ډېر په کرار لولي ددې اصلاح ضروري ده.
