
د حق لارویان
June 12, 2025 at 05:29 PM
نه ښايي انسان ته، چې د بل په غم غمجن نه شي
لويه بد بختي ده، چې څوک نه ژاړي له چا سره
پدې سپېڅلې خاورې به داسې څوک نه وي، چې د انقلاب څپېړه يې نه وي خوړلې! د افغانستان ټول خلک پر دين او اسلام د نورې نړئ د مسلمانانو په نسبت زیات مين دي او همدا سبب دی، چې د نړۍ ستر کفري هېوادونه له دې پاکې خاورې تل د خطر احساس کوي او تل ترې خار خوري، زموږ هر يو هېوادوال يې د سترګو ازغی هسې دی او دا ځکه، چې دلته د هر چا په نسبت له بل مسلمان سره همدردي، خواخوږي، شفقت او مهرباني ډېره او بيخي ډېره ده.
زه په بازار کې يو وړوکی کاربار( دوکان) لرم، پرون سهار اووه بجې به وې، چې دوکان ته ورسېدم، ګورم چې شاته مې يو شپږ يا اووه کلن ماشوم پداسې حال کې ولاړ دی، چې د خوټکېدلي الوګانو دېگچی يې مخې ته ايښی، پلاستيکي چپلې يې په پښو وې، خو د چپلو حالت يې داسې و، چې د پښو ګوتې يې ترې بهر راوتې وې او دا ځکه، چې د دواړو چپلو شونډې يې شلیدلې وې. خيرنې او زړې جامې يې په تن وې ګومان کوم، چې چابه به ورکړې وي، ځکه په تن يې اوږدې برېښېدې. ما چې ترې د ښوونځي په اړه پوښتنه وکړه ويل يې چې «مکتب کې نه يم».
داچې دغه معصوم بچی ټوله ورځ په سور لمر او ګرمۍ کې الوګان پلوري او د جوش کړي الوګانو ديګچی پر خپل نازکه سر ګرځوي نو د سر د ويښتانو رنګ يې د ننګرهار سوزنده لمر داسې سېزلی آو پيکه کړی و لکه د غوړګې بنبل.
په وچو او پتري نيولو شونډو يې راته وويل« ماما الوګانو نه اخلې» خوټېدلي الوګان يې خرڅول.
دا نو داسې وخت دی، چې زه تازه دوکان ته ورسېدم او غواړم دوکان ايله کړم. داچې څنګه مې ور وکتل سترګو ته مې بېګانی هغه تصوير مخ ته شو، چې د غزې په کنډوالو کې د بېګناه مسلمانانو، د هغه ماشومانو، چې په ورځو ورځو ورته خوراک او حتا د څکلو اوبه نه رسېږي.
د هغې مور فرياد مې په غوږونو کې لا انګازې کولې، چې ويل يې،« ای د نړۍ مسلمانانو! که په ما نه رحمېږئ پدې ماشوم بچي مې رحم وکړئ، ايشاره يې خپل غېږ کې يو ماشوم بچي ته وکړه، چې شير خوره دی او له ولږې يې د مخ هډوکي له ورايه ښکاريدل» دې مور ويل، چې « پوره يوه هفته کېږي، چې د خوراک او څښاک لپاره څه نه لرم، نو له لوږې مې شيدې وچې شوي. زه به يوه ورځ نور هم لوږه تحمل کړم خو دغه ماشوم بچی مې نږدې دی، چې له لوږې مړ شي» دغه خبرې مې لا هېرې نه وې، چې پدې معصوم ماشوم مې سترګې ولګېدې. يو دم مې له زړه پټه کړيکه ووتله، خپلو سترګو ته مې څادر ونيو او کېناستم ښه شېبه تېره شوه، ماشوم بيا را غږ کړ« ماما الوګانو نه اخلې؟» زړه مې کلک کړ له سترګو مې څادر لرې کړ، فکر کوم ماشوم راباندې پوه شوی و، چې ما ژړلي. او ولې به نه پوهېدو ما ښه درنګ څادر سترګو ته نيولی و او پټې سلګۍ مې وهلې.
ماشوم چې زما سترګو ته وکتل ويلې« ماما ته ژاړې؟ ماما ته ولې ژاړې؟ خېر دی زه به مې الوګان بل چېرته خرڅ کړم خېر دی ته مه ژاړه» ما د ماشوم له غاړې لاس تاو کړ او ورته مې وويل« ته ولې الوګان خرڅی؟ ايا ستا بل څوک مشران نشته چې مزدوري وکړي؟ ته بايد پدې عمر سبق ووايې؟» ماشوم راته وويل« پلار مې پوډري دی هغه بندي دی، مور مې مړه شوې، نور مشران نه لرم زه مجبور يم چې وړو خويندو او وروڼو ته مې ډوډۍ يوسم، مکتب مې ارمان دی، خو غريبي مې دې ارمان پوره کولو ته نه پرېږدي. خو تا ولې ژړل؟ ايا تا ماته ژړل؟ تا زما په حال ژړل؟»
ما وويل «هو بچيه! تا ته مې هم وژړل او په همدې وخت کې مې د غزې معصومو او بيګناه ماشومان هم سترګو ته ودرېدل.» ماشوم وويل« غزې په ماشومانو څه چل شوی؟» ما وويل« په هغوی اسراییلو او يهودو ظلم شروع کړی، کورونه يې ورته بمبار کړي، ښارونه، شفاخانې، مسجدونه يې ورانوي او لويان، ماشومان، ښځې او سړي يې په بې رحمانه ډول وژني. د غزې او فلسطين پر مسلمانانو رنګارنګ ظلمونه کوي» ماشوم حېران حېران راته کتل ويل« دا اسراییل او يهودان څوک دي، چې دونه ظالمان دي؟» ما ويل «هغوی کافر دي او غواړي د مسلمانانو خاوره او کورونه په زور ونيسي. نو ځکه په هغوی هرنګه ظلمونه کوي، ترڅو له دې ځايه دوی لاړ شي.
بچيه! ته شکر وباسه په خپله خاوره کې آزاد ژوند کوې ولږه، تنده، غريبي او مشکلات به خدای تېر کړي. بچیه! ته د ورځې څو روپۍ ګټې؟» ويل «کله پنځوس کله شپېته، خو چې د غزې د ماشومانو سخته چې تا راته وويل سخت مې زړه پرې ودرديدو، زه خو ايله چې ډېره خواري وکړم سل روپۍ به وګټم، خو داسې به څوک نه وي، چې زما مرسته د غزې ماشومانو ته ورسوي؟» ماورته وويل« زه! زه يم کنه، تا چې هر څو روپۍ مرسته کوله زه به يې د غزې ماشومانو ته ورسوم» همدا خبره يې وکړه او ماشوم روان شو.
مازیګر ګورم چې په منډه منډه زما د دوکان په لور روان دی. زه يې چې وليدلم ودریدو او خپله پوزه يې په لستوڼي پاکه کړله او لاس کې يې کلوله کړي لسګونان وو. راته يې کړه چې« ماما نن مې دومره غريبي کړې دا يونيم سل روپۍ دي هن دا واخله موږبه خېر دی بېګاه ته نهر ويده شو. پدې خو به په غزه کې د هغه ماشوم، چې له يوې هفتې وږی دی يو وخت ګېډه مره شي. دا روپۍ واخله اود غزې ماشومانو ته يې ورسوه» ما شوم مې له تندي ښکل کړ او ورته مې وویل ستا دا مرسته به زه هرومرو د غزې ماشومانو ته رسوم. ستا احساس ته سلام کوم. ماشوم دا خبره وکړه او د خوشحالۍ په تيندکونو روان شو.
دل به دست آر که حج اکبر است
از هزاران کعبه يک دل بهتر است
دا د مسلمان او افغان فطرت دی، چې که د نړۍ په هر ګوډ کې مسلمان وي، چې په هر رنګه ستونزه کې وي تر خپله وسه به ورسره همدردي کوي.
همدردي او همدلي یوه ارزښتناکه مسلماني او انساني ځانګړنه ده، چې د نورو خلکو د درد، غم، او ستونزو په پوهېدو او احساس کولو کې مرسته کوي. دا موږ ته توان راکوي چې د نورو لپاره زړه سوی وکړو او د هغوی لاسنيوی او ملاتړ وکړو، چې پر مټ يې د نړۍ د مسلمانانو د پیوستون او یووالي سبب کېدای شي، دغه راز، انسانان یو بل ته نږدې کوي. د همدردۍ په واسطه، موږ کولی شو د یو بل ژوند اسانه او خوښ کړو او په ګډه د ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړو. موږ بايد تر خپله وسه د اړمندو ورونو لاسنيوی وکړو ولوکه د نړۍ په هر ځای کي وي. داچې فلسطین د اور په لمبو سوزي موږ به تر خپله وسه د دې هېواد له مسلمانانو سره همدردي کوو.
قاری محصل
😭
1