
د حق لارویان
June 18, 2025 at 08:04 AM
*د غزې د وینو بهېدلو (مقتله غزّة) په اړه د رسول الله ﷺ پیشګویۍ، لکه څرنګه چې رسول الله ﷺ خبر ورکړی دی*
*راتولونکی منصور افغان*
دا پیشګویۍ دي چې ډېرو خلکو ته معلومې نه دي، یا ورڅخه پټې ساتل شوې دي. دا د آخره زمان د نښو له جملې څخه دي، او د رسول الله ﷺ څخه ډېر معتبر خلک روایت کوي، ښايي دا هغه زړونه تسکین ڪړي چې دېر دردمند دي
تر ۴۷م میلادي کال پورې، غزه د "عسقلان" له غټې سیمې څخه شمېرل ڪېده، او امام شافعي رحمه الله به کله ویل چې: زه د غزې یم، او کله به یې ویل: زه د عسقلان یم.
لومړی حدیث
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«عسقلان د دوو ناوو (المدينتين العروسين) څخه یوه ده، له دې ځایه به د قیامت پر ورځ اویا زره کسان راپاڅېږي، چې له هغوی سره به حساب نه کېږي. له همدې ځایه به پنځوس زره شهیدان هم راپاڅېږي، چې د اللهﷻ دربار ته به د خاصو وفدونو په ډول ځي. هلته به د شهیدانو کتارونه وي، چې سرونه به یې پرې وي، په خپلو لاسونو کې به یې نیولي وي، غاړې به یې د وینو څخه بهیږي، او وایي به: (اى ربّه! موږ ته هغه څه راکړه چې تا د خپلو رسولانو په ژبه موږ ته وعده راڪړې وه. بېشکه ته له وعدې خلاف نه کوې).
نو اللهﷻ به فرمایي: «زما بندګانو رښتیا وویل،
بیا به امر وشي چې هغوی د "البيض" په نامه سیند کې ووینځي، نو له هغه نه به صفا او سپین راووځي، او په جنت کې به هلته ګرځي-ګرځي چېرې چې یې زړه غواړي.»
دوهم حدیث
دارقطني رحمه الله، په خپل کتاب "المخرج على الصحيحين" کې د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت کوي:
«نبي ﷺ پر یوه هدیره (قبرستان) لمونځ وڪړ، چا ورته وویل: یا رسول الله ﷺ دا کوم قبرستان دی؟
رسول الله ﷺ وفرمایل: دا د دښمن په خاوره کې یوه هدیره ده، چې "عسقلان" ورته ویل ڪېږي. دا سیمه به زما د امت خلک فتح کوي، له دې ځایه به الله ﷻ اویا زره شهیدان راژوندي کوي، او یو کس به دومره خلک شفاعت کوي لکه د ربیعة او مضر قبیلو شمېر. او د جنت ناوې به "عسقلان" وي.
دریم حدیث
سعید بن منصور رحمه الله، په خپل سنن کې د ابو النضر څخه روایت کوي، چې عوف بن مالک رضي الله عنه وویل:
«زه رسول الله ﷺ ته ورغلم، ورته مې وویل: یا رسول الله! ماته وصیت وکړه.
رسول الله ﷺ وفرمایل: "علیک بجبل الخمر" (په جبل الخمر لازم شه).
ما وپوښتل: جبل الخمر څه دی؟
ویې فرمایل: دا د محشر سیمه ده.
او د عطاء خراساني له لوري روایت دی:
«رسول الله ﷺ وفرمایل (دری ځله): الله ﷻ دې د دغه قبرستان خلک وبخښي.
ورته وویل شول: دا ولې؟
ویې فرمایل: دا هغه قبرستان دی چې د عسقلان په سیمه کې وي.
نو عطاء بن أبي مسلم رحمه الله – چې له تابعینو، مفسرینو، فقهاؤ، او مجاهدینو څخه وو هغه به هر کال په غزه او عسقلان کې څلوېښت ورځې مرابطه (دفاعي بیداري) کوله، تر هغې پورې چې په بیت المقدس کې وفات شو.
هنيئًا لکم یا أهل غزة!
الله ﷻ دې تاسو وساتي، الله ﷻ دې تاسو ته فتح درڪړي!
