
International scholarship
June 2, 2025 at 03:59 AM
❓ ایا تحصیلي بورسې د پیسو په بدل کې اخیستل کېدای شي؟!
دا یوه پوښتنه ده چې موږ بارها د ځینو افغان زدهکوونکو له خوا اورېدلې ده — او هر ځل مو له ژور خواشینۍ سره ځواب ورکړی دی.
😔 له بده مرغه، ننسبا ډېر ځوانان د خپل لیاقت او زحمت پر ځای، د لنډو لارو، رشوت او د قانوني او علمي مراحلو د تېریدو هڅه کوي.
📌 خو باید پوه شو چې بورس یو بازارموندنی مال نهدی! دا د خرڅ او رانیولو وړ نهدی. ❌ Not for Sale!
🎓 بورس یو شفاف، شایستهسالارانه فرصت دی چې یوازې مستحقو، هوښیارو، هڅاندو او هدفمند زدهکوونکو ته ورکول کېږي.
🇦🇫 که موږ افغانان غواړو یو باعزته، روښانه او پرمختللی راتلونکی ولرو، نو باید له درغلیو، جعل، او غیرقانوني لنډو لارو ځانونه وساتو—په ځانګړې توګه د تعلیم په برخه کې، کوم چې د هر ملت د پرمختګ ملا تیر دی.
🚫 یاد ولرئ: درغلي شاید یوازې د څو کسانو لپاره دروازه خلاصه کړي، خو د سبا لپاره دروازې بندوي — او دا قیمت ټول د زدهکوونکو نسلونه پرې کوي.
🔔 نن موږ وینو چې د جعل او غیرمسؤلانه چلندونو له امله، ډېر هېوادونه لکه روسیه، شمالي قبرس، سلواکیا او نور اروپایي هېوادونه د افغان محصلینو لپاره خپل شرایط سخت کړي، او ډېری غوښتنلیکونه ردېږي. دا یو خبرداری دی!
🧭 اصلي پوښتنه دا ده: که زموږ ځوان نسل پر خپل توان، لیاقت او زحمت باور و نهلري او د درغلیو لار غوره کړي — نو بیا به څوک افغانستان د شایستهسالارۍ او پرمختګ پر لاره بوځي؟
🤝 نو راځئ پریکړه وکړو:
➡️ با عزته ژوند وکړو،
➡️ قوانینو، معیارونو او مقرراتو ته درناوی ولرو،
➡️ او په لیاقت او هڅه خپل راتلونکی او د وطن راتلونکی جوړ کړو.
🌟 هېڅ شارټکټ یا لنډه لاره د ملي اعتبار او راتلونکو فرصتونو د لهمنځه وړلو ارزښت نه لري!
📢 هېره مهکړئ: موږ په International Scholarship پاڼه کې هره ورځ ریښتینې، بااعتباره، او قانوني تحصیلي بورسې او تعلیمي پروګرامونه څېړو او له تاسو سره شریکوو. دا چانسونه یوازې هغو کسانو ته دي، چې غواړي د زحمت، ریښتینولۍ او صبر له لارې خپل ځان ثابت کړي.
🔗 زموږ پاڼه تعقیب کړئ، هوښیار اوسئ، او له هغو بورسونو ګټه واخلئ چې تاسو یې مستحق یاست! 💪📚🌍
https://www.youtube.com/@InternationalScholarships-b1r
@topfans (301) 410-3313 International scholarship @
❤️
👍
4