یقین|Yaqin
یقین|Yaqin
June 15, 2025 at 02:06 AM
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې چارواکي وايي، تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته له ایرانه واردېدونکو نفتو او غازو وړل ځنډلي دي. د هرات د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس قاضي زاده، د بي بي سي خبریال ببرک احساس ته ویلی: "د شنبې پر ورځ له ایرانه د وارداتي نفتي توکو یو ټن کې سل ډالره او مایع غازو کې ۵۰ امریکايي ډالره لوړوالی راغلی." ښاغلي قاضي زاده ویلی، که د تېلو وارت همداسې وځنډیږي، افغانستان باید د حیرتان، اقینه او تورغونډۍ بندرونو له لارو د نفتو او غازو پر واردولو پام وساتي. د هرات د سوداګرۍ خونې مشر ویلي، دې دوو ورځو کې د اسلام کلا بندر له لارې پر توکو بار ۳۰۰ لارۍ تللي راغلي. افغانستان د تېلو او غازو له اړخه له بهره پر وارداتو تکیه دی. ایران یو له هغو هېوادونو دی چې افغانستان ته سون توکي صادروي. د شمېرو له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري درې میلیاردو ډالرو ته رسیږي.
Image from یقین|Yaqin: د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې چارواکي وايي، تېرو دوو ورځو کې افغ...
👍 😢 4

Comments