
یقین|Yaqin
June 17, 2025 at 01:58 AM
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل یوه پیغام کې وویل چې ''هر څوک باید ژر تر ژره تهران تخلیه کړي.''
د ولسمشر پیغام له هغه وروسته مخې ته راځي، چې نن وختي اسرائیلي چارواکو د تهران شمال ختیځو برخو اوسېدونکو ته مشوره ورکړه، چې له سیمې ووځي، چې په وینا یې دوی پلان لري، چې "پوځي تاسیسات" په نښه کړي.
ښاغلي ټرمپ په خپل پیغام کې زیاته کړې، ایران باید هغه هوکړه لاسلیک کړې وای، چې ده د امریکا او ایران تر منځ د اتومي پروګرام پر سر وروستیو خبرو کې وړاندې کړې وه. ښاغلي ټرمپ په خپل پیغام کې په لویو تورو لیکلي: "په اسانه ټکیو مې وویل، ایران نه شي کولای (یوه) اتومي وسله ولري."
"هر څوک باید ژر تر ژره تهران تخلیه کړي."
د بي بي سي خبریال انتوني زیورچر د کاناډا په البیرتا کې دی، چې ټرمپ هم په جي سېون غونډه کې د ګډون لپاره ورغلی.
زموږ خبریال همدا اوس د رسنیو برخه کې د ولسمشر له سلاکاره د دې پیغام په هکله توضیحات وغوښتل.
زیورچر ته وویل شول، چې په سپینه ماڼۍ کې د رسنیو له مرکزي ټیم سره د غبرګون لپاره اړیکه ونیسي.

❤️
😮
👍
😂
6