
ARCSA
June 17, 2025 at 10:10 AM
په هرات ولایت کې د سه شنبه په ورځ ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې ۲۰ نېټه د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ولایتي دفتر د الکترونیکي ازموینو په مرکز کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست د دوه (۲) بستونو لپاره له ۵۲ تنه نوماندانو څخه الکترونیکي ازموینه واخیستل شوه. د یادې پروسې د پایلو له مخې، ۲ تنه نوماندان بریالي، ۵ تنه ریزرف او ۴۵ تنه نا بریالي وپیژندل شول.