خبرونه او تبصرې
June 12, 2025 at 04:21 PM
*د* *واده ګلپوښ موټر ترافيکي* *پېښه وکړه!!*
- ناوې او زوم وويل موږ نظر شو!
د ناوې او زوم کورنۍ وويل : ناوې او زوم بد قدمه دي! - ترافيکو وويل: ترافيکي اصول يې مراعات نکړل!
ملا ويل: سرود او سندرې يې چالانه کړې وې د الله ﷻ عذاب ورباندې نازل شو!
مستري وويل: بریک یې کار ونکړ !
بد نېتو خلکو وويل: پیسې یې حرامې وې!
جادوګرو او تعویذګرو وويل: چا ورباندې جادو او تعويذ کړی ؤ!
تبليغي وويل: خير او شر د الله تعالی ﷻ لخوا دی!
د کلي ملک وويل: دا ژوند دی ـ ګرمي او ساړه لري!
زرګر وويل: د ناوې زر وګورئ چې خراب شوي نه وي!
ښوونکي اومعلِم وويل: موټروان سمه روزنه نه وه ليدلې!.............
● نو هرڅوک خپل د لیدلوري مسؤل دی،
ځکه چې ليدلوری هېڅ وخت منع نه دی، نو دا ومنه او خپل کار او موخې ته دې په قوي توګه دوام ورکړه
دا دنیا همدغسی ده ❤️❤️❤️
❤️
1