
خبرونه او تبصرې
June 15, 2025 at 04:11 AM
ایران کې د اسلامي امارت سفارت دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې له ځینو حساسو پوځي ځایونو لیرې اوسي ځکه دغه ځایونه تر څار لاندې دي او هر راز شکمن فعالیت یې نیول کېدو ته زمینه برابرولای شي.
د ایراني رسنیو د راپور لمخې، د ایران - اسراییل جګړې ته په کتو دغه سفارت پر افغان وګړو غږ کړی چې سیاسي غونډو، حزبي فعالیتونو او لاریونونو کې له ګډون او پر ټولنیزو رسنیو د سیاسي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.
#طلوعنیوز