خبرونه او تبصرې
خبرونه او تبصرې
June 15, 2025 at 03:06 PM
بسم الله الرحمن الرحیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د جهادي مدارسو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني سیمېنار کې ګډون او وینا وکړه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن له غرمې مخکي په کندهار کې د جهادي مدارسو د استادانو، مهتممینو او ناظمانو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سیمېنار کې چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د جهادي مدارسو عمومي رئیس، رئیسانو، استادانو، مهتممینو او ناظمانو پکې برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه. سیمېنار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمېنار ګډونوالو ته لازم هدایات او وینا وکړه. هغه د ټولو مسؤلینو د خدمتونه ستاینه وکړه او د سیمېنار ګډونوالو ته یې مهمې توصیې وکړې، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه، چې علماوو ته الله جل جلاله په مخلوقاتو کې ډير لوړ مقام، عزت او شرف ورکړی دی او علماء کرام یې د انبیاء کرامو وروسته د دین د حفاظت لپاره مقرر کړي دي. هغه وویل چې علماء کرام یواځې د انفرادي عباداتو د ادا کولو لپاره نه دي، بلکې د انبیاء علیهم السلام وروسته د الله تعالی جل جلاله له لوري د اجتماعي عباداتو په ادا او په سیاست کولو هم مکلف دي، علماء به د امت اجتماعي او سیاسي مسائل پر مخ وړي، جهاد به کوي، شریعت به نافذوي، د خلکو ترمنځ به قضاء کوي او د هغو منازعات به حل کوي. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل چې علماء کرامو په هره زمانه کې په ډیرو سختو شرائطو کې د منبر، فتوا، جهاد، د تعلیم او تعلم، د دعوت او نصیحت له لارو د دین ساتنه او حفاظت کړی دی، مجاهدین یې تریبه کړي دي، خلک یې جهاد کولو ته هڅولي دي او په دې لاره کې یې ډیري قربانۍ ورکړي دي. عالیقدر امیرالمؤمنین د عمومي عفوي د فرمان په عملي کولو کې د علماء کرامو رول وستایه. هغه د علم پر اهمیت او ارزښت هم رڼا واچوله او ویې ویل چې د خلکو اصلاح په علم سره ده او د شریعت اقامه د دیني علومو په احیا سره راځي، که د دیني علومو احیا نه وي نو په خلکو کې د دین اقامه بیا نه راځي. جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، د خپلي وینا په اخیر کې د جهادي مدارسو استادانو ته وویل چې د طالبانو او شاګردانو په تعلیم او تربیه او د دوی د عقیدې، فکر او ذهن جوړولو کې زیات کوښښ وکړئ، د طالبانو او شاګردانو ظاهري او باطني روزنې ته ښه توجه وکړئ، طالبان او شاګردان د پلار، مور، استاد او نورو په حقوقو وپوهوئ، له نورو ادارو سره همکاري وکړئ او خپلو منځو کې یو پربل ډیر اعتمادي ولرئ، بې اعتمادي سبب د بې اطاعتي کیږي او بې اطاعتي سبب د اختلافاتو کیږي. وروسته سیمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېد والسلام. نېټه: ۱۸/ذوالحجه/۱۴۴۶ هـ ق

Comments