خبرونه او تبصرې
خبرونه او تبصرې
June 16, 2025 at 01:19 PM
‏د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ا.ا.ج. د بهرنيو چارو وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي سره د ايران او اسراييلي رژيم ترمنځ د وروستي وضعيت په تړاو ټيليفوني خبرې وکړې. د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ایران اسلامي جمهوریت پر خاوره د اسراييلي رژيم هوايي بریدونه، چې د نظامي ‏مرکزونو ترڅنگ، عامه استوگنېزې سیمې هم په نښه شوي وغندل او دغه بریدونه یې د نړیوالو قوانینو سرغړونه او د ايران د ملي حاکميت نقض وباله. مولوي امير خان متقي له ايراني ولس سره په دې سخت وضعيت کې خپله خواخوږي څرگنده کړه. د هیواد د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان له لارې ‏سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حجاجو د خوندي لیږد په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي له ټيليفوني اړيکې څخه د ستاينې ترڅنگ په خپلو خبرو کې پر ایران د اسراييلي رژیم د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دريځه مننه وکړه. ‏د ايران د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د انتقال په اړه د اسلامي امارت له ډاډ ور کولو څخه خوښي وښوده. ډاکټر سيد عباس عراقچي دغه راز افغانستان د یوه ملاتړي او خواخوږي هیواد په توگه د ایران یو ښه گاونډی هیواد یاد کړ.
Image from خبرونه او تبصرې: ‏د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ا.ا.ج. د بهرنيو چار...
👍 1

Comments