خبرونه او تبصرې
خبرونه او تبصرې
June 17, 2025 at 05:07 PM
‏د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه افغانستان سره د بیارغونې او د سیمه ییز بهیر د ادغام په برخه کې د همکاریو غوره فرصت لري. شوکت میرضیایف د دغو مسایلو لپاره د یوې جګپوړې ډلې د جوړولو وړاندیز کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه ډله دې خپله لومړۍ غونډه د اسلامي امارت د استازو په ګډون په ترمذ کې ترسره کړي. د اوزبیکستان ولسمشر د چین - منځنۍ اسیا په دویم نړۍوال فورم کې دغه راز د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان ستونزو ته د نه پاملرنې له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان یوازې زموږ ګاونډی نه بلکې په خبره یې، "زموږ د ګډ تاريخ، کلتور او اقتصاد نه جلا کېدونکې برخه ده." ‎#طلوع‌نیوز

Comments