
Ä ĠŖËÄȚ ĊËŅȚËŖ Ö₣ PÖËȚŖŸ 《 د شعرونو ستر مرکز 》
June 3, 2025 at 01:19 AM
د غزې خورې
زُما د زړه هره ټوټه درسره ساندي وهي
د سينې درد څپه څپه درسره ساندي وهي
د چا په تمه دا د وينو ډکې سترګې ګورې
په خاورو پټه دي څهره، درسره ساندي وهي
د غزې خوري ږغ دي ورسيده لوړ آسمان ته
ګمان مي دی چي فريشتې درسره ساندي وهي
له کنډوالو لاندې لا ورک بچې دي نشول پيدا
خوب کي درځي چي شې ويده! درسره ساندي وهي
د دنياګۍ لالچ کي غرق تربرونه څه خبر دي
چي دي نهر بچي په څه در سره ساندي وهي
ستا کلی ،کور ،ښار او بازار که په باروتو تور شوه
خو زمونږ کاڼې د هر غره درسره ساندي وهي
وبښه دا چي حنيف تا پوري درتللی نشي
چي ستا و حال ته یې کاته درسره ساندي وهي
حنيف مظهري