
Ä ĠŖËÄȚ ĊËŅȚËŖ Ö₣ PÖËȚŖŸ 《 د شعرونو ستر مرکز 》
June 3, 2025 at 05:27 AM
زما لالیه پـــــــــــــه ما ګرانه
زړګې مې تـــور دې له جهانه
یــو ورځ به واورې ته اعلانه
زما ده مرګ خـــــوګه جانانه
بیا به پـــــــــه چیغو چیغو وکړې فریادونه
کلونه وشــــــــــول انتظار یم
تاپسې ډیــــر زیات ناقرار یم
په زړګې مات پرهر پرهار یم
ستا ده وصال ډیر طلبګار یم
دا ستا راتلــــــــــــو ته مي منلې دي نذرونه
جانانه لاړلې نــــــــــــــه ولې
ده هجــــــــــر درد یم کړولې
نور له ژونــــــدونه یمه وتلي
یادونو ستا یـــــــــــم زیرولې
له تا مې جار کړل ده ژوندونه ټول ارمانونه
جانانه لاړې بیــــــــــوفا شوي
زړګې زما وې ده بل چا شوی
ده ګلاب ګل وې خو تالا شوي
ولې مي ستـــرګو نه پنا شوي
خوږه جانانه په زړه جوړ مي شول زخمونه
ده ښکولو دو ورځې یارې وي
بیا ورپسې یــــــي جدایې وي
خو ډیـــــره سخته تنهایې وي
هم ورســــــره چې غریبې وي
یاره زړګــــــــــې به دي تل کړي نري دردونه
جانانه تــــــــــه وې راته ګرانه
ځـــــوانې مي تانه کړه قربانه
زمــــــــا ده مات زړګې درمانه
ډیر مي یادیــــــــــږي قدردانه
درپسې جوړ مي شول په مخ باندې داغونه
ده نفــرت ښار به شې راړنګه
مینه به عامــــــــه شي ملنګه
زما جانان یــــــــې ته قشنګه
په تا مئین یمــــــــــــه ګلرنګه
راشـــــــــــــــــه جانانه یو ځل راکه دیدنونه
جیلاني شاهین یم ستومانه
له ژونــــــــد وتلې یم جانانه
ډیر رایادیــــــــږي راته ګرانه
زمــــــــا ده زړه ده کلې خانه
ده تلـــــــــو نه پس دې ما ساتلې تصویرونه
1404/2/11