↣ فـکري ویښتابه ↢
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 18, 2025 at 06:43 PM
                               
                            
                        
                            څو د ننګ او جنګ سرونه لټوم ځـــــم . 
ضرورت دی څو آســــونه لټوم ځــــــم .
له فُرات نه تر دجلې چه عرب ویښ کړم . 
د تیر شوي برم پلونه لټوم ځـــــم . 
چي د قُدس په منارونـــــو اذان وکړم . 
ایوبي ستـــــا مورچلونه لټوم ځــــــم . 
غرناطه به بیا په نوم د الـــزغل کړم . 
د سرحد د شاهین وروڼه لټوم ځـــم .
د رُوما په زړه به جګ د هِلال توغ کړم .
د تُرکـــــانو کمانونـــه لټوم ځـــــم .
د آسو تمځـــای به بیا اندلس کاندم . 
د بربر قوم عظمتونه لټوم ځـــــم .
چي بچي د میکناټــــن پري سرنګون کړم . 
اکبر خان یمــــه قومونه لټوم ځـــــم .
د ګنـــګا او سومنات غرور چي مات کړم . 
غزنوي ستــــا لښکرونـــــه لټوم ځــــــم . 
د عظیم تاریــــخ صفحه پکي رانغاړم .
بدره یاره ستا شعرونه لټوم ځــــــم .
حافظ محمَّد بدر
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                    
                                        4